د کرونا وبا ضد مبارزه کې د امريکا پاتې راتلل
CMG2022/03/19 14:56:00
شريکول:

پر ځايي وخت د مارچ په ۱۷مه نېټه یوه خبریال د کرونا وبا ضد د مرستو پلان په اړه د امريکا د استازو جرګې له مشرې نانسي پلوسي څخه درې ځله وپوښتل او هغه یې غوسه کړه.

د امريکا د استازو جرګې په دې وروستیو کې د فدرالي حکومت د لویو لګښتونو يوه لایحه تصویب کړه، چې پکې اوکراین ته د ۱۳،۶ ملیاردو امريکايي ډالرو په ارزښت بیړنۍ مرستې شاملې دي، خو د کرونا وبا د وقايي او کنترول پانګو د تخصیص په اړه د دغه هېواد د ۲ ګوندونو ترمنځ د اختلافاتو له امله، د استازو جرګې په مستقیم ډول په ياده لایحه کې د وبا د وقايې په برخه کې د ۱۵،۶ ملیاردو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګې لرې  کړې.

 د امريکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، اوس په دغه هېواد کې څه نا څه ۸۰ ملیونه کسان پر کرونا وبا اخته شوي او د دغې وبا له امله د مړو شمېر نژدې يو ملیون ته رسېدلی دی. دا په رښتیا د نړۍ یو ترټولو لوی هېواد دی، چې له کرونا وبا سره مبارزه کې وروسته پاتې راغلی. څه باندې یوه میاشت دمخه، د امريکا د حکومت د حساب ورکولو دفتر یو راپور خپور کړ، چې  ښیي د دغه هېواد د روغتیا او عامه خدماتو څانګې له کرونا وبا سره په مبارزه کې خپل مناسب رول نه دی لوبولی او پرله پسې نیمګړتیاوې هم لري.  

په حقیقت کې، د وبا د وقايې او کنټرول په اړه د دغه هېواد نژدې هره پرېکړه له سیاسي  مسائلو سره تړلې ده. په دې وروستیو کې، د امريکا سترې محکمې پرېکړه وکړه، چې د واکسین مجبور امر نشي پلي  کېدی او دې کار د سپینې ماڼۍ پالیسۍ ته ماتې ورکړه. د امریکا کیپیټل هیل ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد د اساسي قانون جوړښت د کرونا وبا کنټرول "ناممکن" کوي. په دې وخت کې سیاسي مبارزه نه یوازې له کرونا وبا سره د مبارزې د نيمګړتيا سبب ګرځېدلی، بلکې غیر اخلاقي هم ده.

 د کرونا وبا په وړاندې د مبارزې په برخه کې د امريکا نيمګړتيا د بشري حقونو په برخه کې د دغه هېواد بېرحمي په ډاګه کړې او په نړۍ کې يې اندېښنې  زېږولي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۹مه غونډه کې چې د سویس په جنیوا کې روانه ده، د ګډون کوونکو هېوادونو استازو د امريکايي پولیسو له خوا د تاوتریخوالي او په امریکا کې د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونو په ګډون د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه. په ژنيو کې په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي چن شو دې ته اشاره وکړه، چې د خلکو هوسا ژوند تر ټولو ستر بشري حق دی. 

هغه امریکايي سیاستوال، چې د خپلو سیاسي ګټو لپاره ګوندي شخړو ته لمن وهي او د خلکو بشري حقونه له پامه غورځوي، امریکا یو ځل بیا د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې د ناکامۍ په لاره روانوي.