د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۸مه نېټه د جنوبي افريقا له ولسمشر سيريل رامافوسا سره ټليفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ وويل، چې د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د اړيکو ټينګېده او پرمختګ د چین او افريقا ترمنځ د اړيکو او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د يووالي د پياوړتيا لپاره ډېر اهميت لري. دواړه خواوې بايد د مرکزي ګټو او ګډو اندېښنو په چارو کې يو له بل څخه ملاتړ وکړي، د چین او افريقا د همکاريز فورم ۹ پروګرامونه او (( د چين او جنوبي افريقا د لس کلن همکاريو پلان )) دې ژر او ښه پلی کړي.
ولسمشر شي زیاته کړه، چې چين د جنوبي افريقا د نورو غوره صادراتو هرکلی کوي، د نوې انرژۍ او ډيجیټالي اقتصاد په برخو کې د خپلمنځي همکاريو له پراختيا څخه ملاتړ کوي، په جنوبي افريقا کې د چيني تصديو پانګونې هڅوي او د جنوبي افريقا د نوې پانګونې وړانديز د تطبيق په برخه کې ورڅخه ملاتړ کوي.
ده وویل، چې چين غواړي له دغه هېواد سره د واکسين د توليد په برخه کې همکاري وکړي.
دغه راز د دواړو هېوادونو مشرانو د اوکراين د وضعيت په اړه هم د نظريو تبادله وکړه. په دې برخه کې د دواړو خواوو دريځونه ډېر ورته دي، يعنې خپلواک هېوادونه حق لري، چې خپل دريځ وټاکي. دواړو خواوو د روسيې او اوکراين ترمنځ له سوله ييزو خبرو اترو څخه ملاتړ څرګند کړ او هيله يې وښودله، چې د خبرو اترو له لارې مسئلې حل شي.