شي جين پينګ په انلاين ډول د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره خبرې وکړې
CMG2022/03/19 11:44:21
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د اتلسمې نېټې په شپه په انلاين ډول د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره خبرې وکړې. دواړو مشرانو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د اوکراين د وضعيت په شمول د ګډو علاقې وړ مسئلو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.

جو بايډن په خپلو خبرو کې يو ځل بيا وويل، چې امريکا د نوې سړې جګړې په لټه کې نه ده، د چين د نظام بدلون نه غواړي، د متحدو اړيکو د پياوړتيا له لارې له چين سره مخالفت نه غواړي، د تايوان له بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ نه کوي او نه هم له چين سره د مقابلې نيت لري.

بایډن زیاته کړه، چې امريکا غواړي له چين سره صميمي خبرې اترې وکړي، خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار وکړي، د دواړو خواوو ترمنځ سيالۍ او توپيرونه تر اغېزمن کنټرول لاندې راولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ثابت پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

نوموړي هيله وښودله، چې له جمهور رئيس شي جين پينګ سره نژدې تګ راتګ وساتي او سره يو ځای د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لارښوونه وکړي.

په دې خبرو کې شي جين پينګ وويل، چې له هغه وروسته چې موږ د تېر کال په ډیسمبر کې په لومړي ځل انلاين خبرې وکړې، نړيوال وضعيت ډېر بدل شوی دی. نړيواله سوله او پرمختګ له سختو ننګونو سره مخ دي او نړۍ هم په ارامه نه ده. چين او امريکا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي او د نړۍ لومړي دوه لوی هېوادونه دي او موږ بايد نه يوازې پر مناسب مدار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره لارښوونه وکړو، بلکې نړيوال مسئوليت دې پر غاړه واخلو او د نړيوالې سولې او ارامتيا لپاره دې هڅې وکړو.

شي جين پينګ جو بايډن ته وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د اوسني وضعيت مستقيم لامل دا دی، چې د امريکا ځينو وګړو زموږ ترمنځ ګډې نظريې او ستاسو مثبتې څرګندونې نه دي عملي کړي.

دواړو مشرانو په خبرو کې د اوکراين د وضعيت په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.

جو بايډن د امريکا دريځ بيان کړ او و يې ويل، چې غواړي د حالاتو د سختېدو د مخنيوي لپاره له چين سره د نظريو تبادلې وکړي.

شي جين پينګ په  دې اړه وویل، چې چين پر دې ټينګار کړی، چې د چارو د اصلي بڼې له مخې خپلواکې پرېکړې کوي، د نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو ساتنه  غواړي، د ملګرو ملتونو د منشور له مخې چارې تر سره کوي او د ټولشموليت، مجموعيت، همکارۍ او دوام لرونکي پرمختګ په بڼه امنيتي نظريې  غواړي.

نوموړي وویل، چې چين دغه اصول د اوکراين بحران د حل لپاره د چارو بنسټ بللی. چين د اوکراين د بشري وضعيت په اړه ۶ فقره ييز پېشنهاد وړاندې کړی او غواړي، چې له اوکراين او نورو ځپلو هېوادونو سره بشري مرستې وکړي. بېلا بېلې خواوې دې د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو څخه ملاتړ وکړي. امريکا او ناټو دې له روسيې سره خبرې اترې وکړي او د روسيې او اوکراين امنيتي اندېښنې دې لېرې کړي.

د دواړو مشرانو په نظر دغه انلاين خبرې رغنده رول لري او د دواړو هېوادونو کاري ډلو ته يې امر کړی، چې د دغو نظريو د تطبيق لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي او مناسب مدار ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ستنېدو او د اوکراين بحران د حل لپاره خدمتونه وکړي.