د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر جوبایډن سره تليفوني خبرې وکړې
CMG2022/03/19 00:26:04
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۱۸ مه نېټه د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، له هغه وروسته چې موږ د تېر کال په ډیسمبر کې په لومړي ځل انلاين خبرې وکړې، نړيوال وضعيت ډېر بدل شوی دی. نړيواله سوله او پرمختګ له سختو ننګونو سره مخ دي او نړۍ هم په ارامه نه ده. موږ د اوکراين بحران نه غواړو،  د هېوادونو ترمنځ اړيکې باید پر جګړې ونه ګرځي ځکه شخړې  د هيچا په ګټه نه دي، سوله او امنيت د نړيوالې ټولنې تر ټولو ارزښتناکه شتمني ده.

دغه راز شي جين پينګ زياته کړه، چې چين او امريکا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دایمي غړو او د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو په حيث بايد خپلمنځي اړيکې پر سم لوري پرمخ يوسي او د دې ترڅنګ بايد خپل مسئوليت پر غاړه واخلي او د نړيوالې سولې او رفاه لپاره دې هڅې وکړي.