چين: امریکا او بريتانيا د سوريې خلکو د کړاوونو مسؤول دي
CMG2022/03/19 14:42:25
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۴۹مې دورې غونډې د مارچ په ۱۸مه نېټه د سوريې مسئلې په اړه بحثونه تر سره  کړل.

 په ژنيو کې د م.م په مقر کې د چين دايمي پلاوي وزير مختار جيانګ دوان وويل، چې امریکا او بريتانيا د سوريې خلکو د غم په اړه مسئوليت لري. امريکا او بريتانيا بايد په هوايي‌ بريدونو کې د سوريې عامو خلکو ته د  اړول شوې مرګژوبلې په اړه څېړنه تر سره کړي، پر سوريې باندې غيرقانوني يو اړخيز بنديزونه دې لغوه او د سوريې سرچينې دې نه غصبوي .