د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۸مه نېټه د کمبوديا له لومړي وزير هون سن سره ټليفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ وويل، چې چين او کمبوديا د نړۍ له لويو ننګونو او کرونا وبا سره په مخ کېدو کې د ګډ برخليک د ټولنې پر جوړونې ټينګار کړی او د نړيوالو اړيکو نوې ښه بېلګه يې جوړه کړې. دواړه هېوادونه باید د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره هڅه وکړي، د چټکو سړکونو، هوايي ډګرونو او ځانګړو اقتصادي سيمو د جوړونې په شمول لويو پروژو ته پرمختګ ورکړي او د پولي چارو او ډيجتالي اقتصاد په برخو کې دې همکارۍ وکړي.
ده زیاته کړه، چې چين به د کمبوديا د غوره کرنيزو توليداتو واردات زيات کړي، له دغه هېواد سره به همکارۍ پراخې وکړي، څو د دغه هېواد زراعت پياوړی شي او بزګران يې له بېوزلۍ څخه ووځي. چين به له کرونا وبا سره په مبارزه کې له کمبوديا څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه راز د دواړو هېوادونو مشرانو د اوکراين د وضعيت په اړه هم د نظريو تبادله وکړه او و يې ويل، چېدواړه خواوې به د سوله ييزو خبرو اترو لپاره هڅه وکړي، څو د اوکراين مسئلې حل شي.