د چين ستورمزلو په فضا کې ۵ مياشتې تېرې کړې
CMG2022/03/19 16:47:15
شريکول:


د چين ستورمزلي د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په ۱۵ مه نېټه د شن جو ۱۳م نمبر انسان وړونکې بېړۍ په وسيله فضا ته  لاړل

تر اوسه پورې د چين د شن جو ۱۳م نمبر انسان وړونکې بېړۍ د ستورمزلو ډلې جای جه ګانګ، وانګ يا پينګ او يه ګوانګ فو په فضا کې ۵ مياشتې تېرې کړې او ژر به بېرته ځمکې ته راشي.

د چين د انسان وړونکو کيهاني پروژو عمومي اېنجنير جو جيان پينګ د چين د دوو ملي جرګو کې وويل، چې د شن جو ۱۳ م نمبر انسان وړونکې بېړۍ د ستورمزلو ډلې په فضا کې ټاکل شوي کارونه تر سره کړل او په اپرېل کې به بېرته ځمکې ته راشي.

 

وانګ يا پينګ د ۲۰۲۱م کال د نومبر په ۷ مه نېټه د بېړۍ په بهر کې عملي کړنې تر سره کړې

د چين ستورمزلو په تېرو ۵ مياشتو کې دوه ځلې د بېړۍ په بهر کې عملي کړنې تر سره  کړې. دوی به په راتلونکي کې د بېړۍ په بهر کې د کارونو د تر سره کولو لپاره تجربې وړاندې  کړي.

سر بېره پر دې وانګ يا پينګ د چین لومړنۍ ښځينه ستورمزله ده، چې د فضايي بېړۍ په بهر کې یې عملي کړنې تر سره کړې.


د شن جو ۱۳ نمبر فضايي بېړۍ د ستورمزلو ډلې د ډېوې اختر په مناسبت د چين ميډيا ګروپ په هنري نندارې کې ګډون وکړ

د چين ستورمزلو په تېرو ۵ مياشتو کې په فضا کې د اوږدې مودې لپاره د روغتيا، ژوند او کار د خونديتوب تکنالوژۍ ښکارې کړي. د چين په فضايي سټېشن کې د ژوند لپاره ښه چاپېريال برابر شوی. هلته د چين ستورمزلو د روغتيايي وضعيت د څار لپاره طبي وسيلې هم شتون لري.

د چين د شن جو ۱۳ نمبر فضايي بېړۍ د ستورمزلو ډلې په فضا کې په ځانګړي ډول نوی کال ولمانځه. دوی په فضا کې نه يوازې ټاکلي کارونه تر سره کړل، بلکې  په عين وخت کې یې د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو ته پاملرنه  هم وکړه.

 

د چين ستورمزلو د تيان ګونګ له فضايي سټېشن څخه لومړی فضايي درس ورکړ

د چين د شن جو ۱۳ نمبر فضايي بېړۍ د ستورمزلو ډلې د تېر کال د ډسمبر په ۹ مه نېټه په لومړي ځل په انلاين ډول له فضايي سېټشن څخه ماشومانو او ځوانانو ته درس ورکړ. دوی په فضايي سټېشن کې د کار او ژوند ځانګړې علمي وضع او معلومات معرفي کړل، چې له امله يې له فضايي او علمي معلوماتو سره د چيني ځوانانو شوق او علاقه پيدا شوې ده.

د مالوماتو له مخې، دوی به په دوهم ځل له فضايي سټېشن څخه ځوانانو ته درس ور کړي او اوس د ياد درس پر چمتووالي بوخت دي.

هيله ده چې د چين ستورمزلو دوهم درس په برياليتوب سره تر سره شي.