په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د مارچ په اتلسمه نېټه د امنيت شورا په يوه غونډه کې وويل، چې د بيولوژيکو او نظامي کړنو په اړه هره نښه بايد د نړيوالې ټولنې تر لوړې پاملرنې لاندې راوړل شي او اړوند هېواد بايد پر وخت شکونو ته ځوابونه ورکړي او د نړيوالې ټولنې شکونه او اندېښنې دېلېرې کړي.
نوموړي زياته کړه، چې روسیې نوی پيدا شوی سند خپور کړی دی، نو اړوند هېواد بايد شکونو ته ځواب ورکړي او د نړيوالې ټولنې اندېښنې دې لېرې کړي او د دې مسئلې په اړه دې دوه ګونی چلند نه کوي.