د جاپان او هند د صدراعظمانو ترمنځ خبرې وشوې
CMG2022/03/20 14:35:56
شريکول:

د جاپان لومړي وزير فوميو کيشيدا، چې اوس له هند څخه په ليدنې بوخت دی، د مارچ د نولسمې نېټې په شپه يې د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو له خبرو وروسته په يوه مطبوعاتي ناسته کې ګډون وکړ.

فوميو کيشيدا وويل، دواړه هېوادونه بايد د ملي امنيت د تضمين په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د بهرنيو او دفاعي چارو د وزيرانو ترمنځ د خبرو اترو د دوام پړاو دې ژر پيل کړي.

نوموړي زياته کړه، چې جاپان به له هند سره اقتصادي اړيکې لا ټينګې کړي او په راتلونکو پنځو کلونو کې به په هند کې د ۴۱.۹ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.