د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې يو نوی راپور خپور کړی، چې له مخې يې په ۲۰۲۱م کال کې د چين او افريقا ترمنځ د تجارت عمومي اندازه له ۲۵۰ ميليارډو ډالرو څخه اوښتې، چې له ۲۰۱۴م کال راهيسې تر ټولو لوړ رقم دی.
په ۲۰۲۱م کال کې د چين او افريقا ترمنځ د تجارت عمومي اندازه ۲۵۴.۳ ميليارډو ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۵.۳ سلنه زياته شوې. په دې عمومي اندازه کې چين ته د افريقا د صادراتو اندازه ۱۰۵.۹ ميليارډو ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۳.۷ سلنه زياته شوې. چين په دوامداره توګه په تېرو ۱۲ کلونو کې د افريقا لومړی لوی تجارتي ملګري هېواد دی.
د ملګرو ملتونو د تجارت او پرمختګ کانفرانس په يو راپور کې دا راغلی، چې په۲۰۲۱م کال کي د افريقا اقتصاد مخ پر ښه کېدو شوی، عمده لامل يې دا دی، چې بهرنی چاپيريال ښه شوی، په تېره بيا د چين په شمول بازارونو د افريقا د صادراتو د توان د پرمختګ څخه ملاتړ کړی دی.