امريکا دې نړۍ ته صميميت څرګند کړي
CMG2022/03/20 11:44:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ پر اتلسمه نېټه د امريکا د ولسمشر جو بايډن په بلنه له نوموړي سره د انلاين خبرو په ترڅ کې وويل، چې موږ باید نه يوازې پر سمې لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره لارښوونه وکړو، بلکې نړيوال مسئوليت دې پر غاړه واخلو او د نړيوالې سولې او ارامتيا لپاره دې هڅې وکړو.

د امريکا په مشرۍ د ناټو د تحريک له امله د روسيې او اوکراين ترمنځ نظامي کړکېچ رامنځته شوی او لا هم روان دی. امريکا د اوکراين بحران جوړوونکې ده، خو پر خپل مسئوليت يې سترګې پټې کړي، پر نورو هېوادونو فشارونه لګولي، خپل مسئوليت پر نورو خواوو اړوي او غواړي چې له تاوتريخوالي څخه ګټه واخلي. د امريکا دغو غير مسئولانه او ناوړو کړنو د چين او امريکا ترمنځ اړيکې او نړيواله سوله له زياتو ننګونو سره مخ کړی.

د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ دغه انلاين خبرې د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ډېر ارزښت لري.

جو بايډن له شي جين پينګ سره په خبرو کې يو ځل بيا وويل، چې امريکا د نوې سړې جګړې په لټه کې نه ده، د چين د دولتي نظام بدلون نه غواړي، د متحدو اړيکو د پياوړتيا له لارې له چين سره مخالفت نه غواړي، د تايوان له بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ نه کوي او نه هم له چين سره د مقابلې نيت لري. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د جو بايډن يادو څرګندونو ته ډېر اهميت ورکړ او و يې ويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د اوسني وضعيت اصلي علت دا دی، چې امريکا خپلې ژمنې نه دي عملي کړي. نوموړي د امريکا هغه غټي غلطۍ ته اشاره کړې، چې امريکا، چين د خيالي دښمن په توګه بللی.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وویل، چې د امريکا ځينو وګړو د تايوان بېلتون غوښتوونکو ته نامناسب پېغامونه ليږلي او دغه کړنې ډېرې خطرناکې دي. که د تايوان مسئله په مناسب ډول حل نه شي، دا به د چين او امريکا ترمنځ پر اړيکو فيصله کوونکی اغېز وکړي. امريکا بايد دغې مسئلې ته په درنه او سمه سترګه وګوري او په دې برخه کې بايد احتياطې خبرې او اقدامات غوره کړي.

شي جين پينګ په خبرو کې د اوکراين بحراين د حل لپاره د چين پلان وړاندې کړی، چې اوسمهال بېړنۍ او اړينه دنده دا ده، چې اړوندې خواوې دې خبرو اترو ته دوام ورکړي، د عامو خلکو د مرګ ژوبلې او د بشر دوستۍ د بحران د مخنيوي لپاره دې هڅې وکړي او اوربند دې ژر وکړي. دايمي کار دا دی، چې لوي هېوادونه بايد يو د بل درناوی وکړي، د سړې جګړې مفکوره ليرې کړي، د مختلفو ډلو ترمنځ مقابلې و نه کړي او د نړيوال او سيمې امنيت برابر،  اعتباري او دوام لرونکي چوکاټ دې جوړ کړي.

په دغه پلان کې د چين اصول او دريځ بيان شوي او د اوکراين بحران د چټک او بشپړ حل لپاره د چلېدو وړ مقررات هم شامل دي. د جنجال حلول د جنجال جوړوونکي هڅو ته اړتيا لري.

جوبايډن له شي جين پينګ سره په انلاين خبرو کې وويل، چې غواړي د تاوريخوالي د سختېدو د مخنيوي لپاره له چين سره د نظريو تبادله وکړي.

که امريکا له يوې خوا له چين څخه همغږي او ملاتړ غواړي او له بېلې خوا د چين د بدنامولو او پر چين د بنديز او ګواښ له کړنو څخه لاس وانخلي، هڅې به بې ځايه شي او دغه لاره به ناکامه شي. هيله لرو، چې د امريکا حکومت خپلې خبرې اعتباري کړي او د دواړو مشرانو د ګډو نظريو د عملي کولو او د خپل ولسمشر د سياسي ژمنو د تطبيق لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي.