صربيا: د اوکراين او کوسوو په اړه د لويديځو هېوادونو دوه ګونې معيارونه وغندل
CMG2022/03/20 14:36:57
شريکول:

د صربيا او روسيې خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د صربيا ولسمشر الکساندار وچيچي د مارچ پر اتلسمه نېټه له خبريال سره په مرکه کې لويديځ هېوادونه په دې تورن کړل، چې د اوکريان او کوسوو د مسئلو په برخه کې يې دوه ګونې معيارونه غوره کړي.

الکساندار وچيچي په دغه مرکه کې يو لړ پوښتنې کړي، چې د اوکراين د مسئلې په باره کې چا په نړيوال قوانين وفا کړي؟ څوک د نړيوالو قوانينو څخه سرغړونکی دی؟ څوک قربانی دی؟ د کوسوو مسئلې په باره کې چا د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه د صلاحيت له تر لاسه کولو پرته د صربيا پر ضد پريکړه کړې؟

نوموړي وويل، چې روسيې پر صربيا هيڅ بنديز نه دی لګولی او له تېرو لسو کلونو راهيسې يې په ډيپلوماتيکو چارو کې له صربيا سره مخالفت نه دی څرګند کړی او د امنيت شورا د ۱۲۴۴م پريکړه ليک له مخې يې د صربيا د ملي حاکميت له بشپړوالي څخه ملاتړ کړی دی. برعکس غربي هیوادونو ګام په ګام صربيا د کړکیچ په لوري اړولې.