لاوروف: امريکا د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي
CMG2022/03/20 14:27:55
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزير لاوروف د مارچ پر ۱۸مه نېټه له (( راسيه ټوډی )) ټليويزيون سره په مرکه کې وويل، چې امريکا په نړۍ کې له ۳۰۰ څخه زيات بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي او په ښکې بيولوژيکي وسلې څېړي. د امريکا دغه کړنه د نړيوال امنيت لپاره سخت ګواښ ګرځېدلې ده.

نوموړي‌ وويل، چې امریکا د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې څه باندې۳۰۰ بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي، چې ډېر زيات يې د اوکراين په شمول د روسيې په شاوخوا کې موجود  دي. دا امکان لري چې په اوکراين کې د امریکا د ملي‌ دفاع وزارت تر ټولو لوی د بيولوژيکي وسلو پروګرام شتون ولري.

نوموړي دې ته اشاره کړې، چې د امريکا د دغه ډول کړنو موخه د تسلط په مانا ده.