د امريکا د ساري ناروغيو د وقايې او کنټرول مرکز د مارچ پر ۱۸مه نېټه يوه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې په امریکا کې د اوميکرون د نوې بڼې BA.2 ويروس په اړه د کرونا وبا پېښې د زياتېدو په حالت کې دي، د دغه نوې بڼې ويروس د خپرونې ميزان تېره اوونۍ په امريکا کې يو چنده زيات شوی.
د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې د دغه هېواد په نيويارک او نوي جيرسي ايالات کې پر کرونا وبا په اخته کسانو کې ۳۹ سلنه پر BA.2 ويروس اخته شوي دي. په ټول هېواد کې د کرونا وبا په عمومي پېښو کې ۲۵ سلنه کسان په دغه نوي ډول ويروس اخته شوي دي.