وانګ يي: د چين ادعا عادلانه او د تاريخ په مناسبې خوا ولاړه ده
CMG2022/03/20 14:34:16
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ د نولسمې نېټې په ماښام خبريالانو ته د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ د انلاين خبرو په اړه معلومات ورکړل.

وانګ يي وويل، چې د دولت رئيس شي جين پينګ په څرګنده او هراړخيزه توګه د اوکراين د مسئلې په اړه د چين دريځ بيان کړی او مهم پېغام يې ورکړی، چې چين تل د نړيوالې سولې ساتونکی ځواک دی او تل د سولې ساتنې او له جګړو سره د مخالفت پر نظر ټينګار کوي، چې دا نه يوازې د چين له تاريخ او عنعنوي کلتور څخه ريښه اخلي، بلکې د چين تلپاتې ډيپلوماتيکه تګلاره هم ده. چين به په پر له پسې توګه د چارو د اصلي بڼې او اصولو له مخې په عيني او عادلانه رويه خپلواکې پرېکړې وکړي. چين هيڅ بهرنی ګواښ او فشار نه مني او د چين ضد د هر بې بنسټه او بې ځايه انتقاد او شک سره مخالفت کوي.

وانګ يي زياته کړه، چې د چين دريځ عيني او عادلانه دی او د زياتره هېوادونو له هيلو سره سمون لري. دا به تائيده شي، چې د چين ادعا د تاريخ په مناسبې خوا ولاړه ده.