په شينجيانګ کې د يخ او واورو د صنعت طلايي موده پېل شوې
CMG2022/03/20 16:26:55
شريکول:

۲۰۲۲م کال د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د يخ او واورو صنعت د پرمختګ لپاره ځانګړی او مهم ارزښت لري.

د فبرورۍ د څلورمې نېټې په ماښام، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پرانيستونکو مراسمو په پيل کې يو فلم نندارې ته وړاندې شو. د دغه فلم لومړی انځور ښيي، چې د شينجيانګ په التای کې د غره پر کړنګ د سکي وهلو په اړه د نړۍ تر ټولو لرغوني انځورونه شته، چې شاو خوا ۱۲ زره کلن تاريخ لري، نو ځکه التای د سکي وهلو سرچېنه بلل کيږي.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د شينجيانګ د التای اويغوري لوبغاړې ډينيګير الاموجن له بل چيني لوبغاړي سره یو ځای د اولمپيک مشال بل کړ.

شينجيانګ له تېرو څو کلونو راهيسې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تر اغېزو لاندې د يخ او واورو د سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي او د يخ او واورو د فعاليتونو، د لوبو د روزنو او د فولکوريکي دودونو د احساس په شمول نويو چارو ته يې پرمختګ ورکړی دی.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پيل اوونۍ کې، يعنې د جنورۍ له ۳۱مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۶مې نېټې پورې له ۳ ميليونو او ۶۰۰ زرو زياتو سيلانيانو شينجيانګ ته سفرونه کړي، چې له دې جملې څخه نژدې ۶۰۰ زرو وګړو له التای څخه ليدنې کړې دي. په دې موده کې د شينجيانګ د سيلانيزو چارو عايدات ۳۷۰ ميليونو يوانو ته رسيدلي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله لس سلنه زياتوالی ښيي.

شينجيانګ د يخ او واورو چارو د پرمختګ لپاره مناسب طبيعي شرايط لري، د ژمي ډېری وخت پکې واوره اوري، په ژمي کې يې پراخې سيمې پر واورو پوښل شوې وي، د واورو کيفيت يې هم ښه او اقليمي وضعيت يې مناسب او د يخ او واورو ډېرې ښکلې منظرې لري.  

ژمنۍ لوبې په شينجيانګ کې لرغونی تاريخ لري او ځايي قومونه د يخ او واورو غني کلتورونه او دودونه لري. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې او شينجيانګ کمسيسيون ځينو غړو له تېرو زياتو کلونو راهيسې د شينجيانګ د يخ او واورو د چارو او صنعت د پياوړتيا لپاره غږونه پورته کړي او وړانديزونه يې کړي دي.

د چين په شينجيانګ کې ۷۲ د سکي ميدانونه جوړ شوي او سږ کال د ژمني کلتور فېسټيوال، د يخ او واورو سيلانيز فېسټيوال او د کب نيولو فېسټيوال په شمول د مختلفو ژمنيو جشنونو د لمانځنې لپاره تر ۴۰۰ زيات فعاليتونه پکې تر سره شوي، چې له امله يې د شينجيانګ د يخ او وارو اقتصاد غوړيدلی دی.

د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې پای ته رسېدلي، خو په چين کې د سکي وهلو چارې ګام په ګام په زياتېدو دي او مينه وال يې ورځ تر بلې ډېريږي.

د چين دوه ملي جرګې څو ورځې مخکې ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې دغه هېواد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې زياتو غړو د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو له پای ته رسېدو وروسته د شينجيانګ د ژمنيو لوبو او صنعت د پرمختګ په اړه وړانديزونه کړي دي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کانفرانس د ملي کمېټې غړې او د شينجيانګ د نورمال پوهنتون مرستيالې ګليپالي عبدالله د سي جي ټي اېن له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې شينجيانګ د ژمنيو لوبو د پرمختګ طبيعي غوره والی لري. نوموړې وړانديز  کړی، چې بېلا بېل پوهنتونونه او ښوونځي دې د ژمنيو لوبو درسونو ته په درنه سترګه وګوري او د دغو لوبو اړوند تعليمي مضمون دې جوړ کړي او زيات داسې مسلکي کسان دې وروزي، چې د ژمنيو لوبو اصلي تيوريکې پوهې او اختصاصي مهراتونه ولري.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي او د شينجيانګ د کرهنيزو چارو پوهنتون مشر جيانګ پينګ ان وويل، چې د شينجيانګ د ژمني صنعت د پرمختګ لپاره دې د پيوستون مفکوره جوړه او د پانګونې د هڅولو په تېره بيا د ټولنيزو پېسو او د يو کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو د پانګو د راجلبولو له لارې د يخ او وارو چارو ته دې پرمختګ ورکړل شي.

د شينجيانګ حکومتي ادارې (( د شينجيانګ د ژمنيو سيلانيزو چارو د پرمختګ پلان)) او (( د شينجيانګ د لوبو او سيلانيزو چارو د پيوستون د پرمختګ پلان)) خپاره کړي او داسې موخه يې ټاکلې، چې شينجيانګ به تر ۲۰۲۵م کال پورې د چين د ژمنيو لوبو او د ژمنيو سيلانيزو چارو مشهور هدف وګرځوي.

په شينجيانګ کې د ژمنيو لوبو او سيلانيزو چارو لپاره د مناسب طبيعي غوره والي، ټاکلې موخې، د اړوندو حکومتي ادارو د پاملرنې او مرستو او د پانګونې د ګڼ شمېر فرصتونو په شمول د زياتو شرايطو په راغونډېدو سره د يخ او واورو صنعت د پرمختګ طلايي موده پيل شوې ده.