د چين د ختيځ هوايي شرکت د MU5735 نمبر الوتکه د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۲۱مې نېټې د ماسپښين په ۲ بجو او ۳۸ دقيقو له کون مينګ څخه ګوانګ جو ته د الوتنې په ترڅ کې ولېده، چې پکې ۱۲۳ مسافرين او د عملې ۹ غړي سپاره وو.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يادې پېښې له رامنځته کېدو وروسته امر ورکړی، چې سمدلاسه دې د دغې پېښې ضد د بېړنيو اقداماتو نظام پيل شي، د ژغورونکي کار لپاره دې تر وسې پورې هڅې وشي، ژر تر ژره دې د پېښې لامل روښانه شي او د ملکي هوايي چارو په برخه کې دې د امنيت پټ خطرونه ليري شي.
اوس د دغې الوتکې د لوېدو په ځای کې ژغورونکي کار او د پېښې پلټنه روانه ده.