د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ایران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي او ولسمشر ابراهيم ريسي د مارچ په شلمه نېټه د نوروز په مناسبت ويناوې کړي او په خپلو خبرو کې يې د امريکې د بنديزونو پر وړاندې د ايرانيانو مقاومت ستایلی دی.
دوی ويلي، چې ايرانيانو د واشينګټن اعظمي فشارونو ته سرونه نه دي ښکته کړي، بلکې ماتې يې ورکړې ده.
د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي ويلي، چې د ايرانيانو د تېر کال تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا وه، چې د امريکا لویو او اعظمي فشارونو ته يې سرونه نه دي ښکته کړي او مقاومت يې کړی دی.
نوموړي په خپلې رسمي وېباڼې هم ليکلي، چې د ایرانيانو مقاومت د دوی برياليتوب دی.
(غاټول)