د چين له شن جن څخه د شينجيانګ له لارې منځۍ او جنوبي اسيا ته ټرانسپورټي لار پرانيستل شوه
CMG2022/03/21 15:26:38
شريکول:

د مارچ د شلمې نېټې په سهار شل باروړونکې موټرونه، چې پکې طبي مواد او د ژوند توکي بار وو، د شينجيانګ د کاشغر د ازادې سوداګرۍ له سيمې څخه د قرغېزستان او قزاقستان په شمول د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو په لور روان شول او په دې سره د چين له شن جن، ګوانګ جو او شينجيانګ څخه د منځنۍ او جنوبي اسيا هېوادونو ته د باروړونکو اورګاډيو او موټرونو ټرانسپورټي لار په رسمي توګه پرانيستل شوه. 

د چين له شن جن او ګوانګ جو څخه د شينجيانګ له لارې منځنۍ او جنوبي اسيا ته ټرانسپورټي لار د دې هېواد د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې له شينجيانګ څخه د شن جن مهم مرستندويه پروژه بلل کيږي. د مارچ په نولسمه نېټه پر دې لار د شن جن او ګوانګ جو سوداګريز توکي پّ اورګاډي کې له شن جن څخه د شينجيانګ کاشغر ته يوړل شول او هلته د کاشغر د ازادې سوداګرۍ په سيمه کې د ماليې له ورکړې وروسته په باروړونکو موټرونو کې د قرغېزستان او قزاقستان په شمول د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو ته ولږيل شول.