د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۱مه نېټه يوه خبري غونډه ترسره کړه.
د يادې غونډې په ترڅ کې يوه خبريال له نوموړي وپوښتل، چې د روسيې کورنی اقتصاد او بهرنۍ سوداګري له سترو ستونزو سره مخ ده؛ چين د روسيې د يوه مهم ملګري په توګه څه ډول اقتصادي ملاتړ او مرسته ورسره کولی شي؟
وياند وانګ ون بين د يادې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې چين به له روسيې سره د متقابلو مساواتو، ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ عادي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ترسره کړي.