امریکا باید خپلې ژمنې پوره کړي
CMG2022/03/21 14:00:38
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۱۸مې نېټې په شپه له خپل امريکايي سيال جوبايډن سره ويډيويي خبرې وکړې او د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو او د اوکراین د روان وضعیت په اړه يې ورسره د نظریو تبادله وکړه.

جوبایډن په خپلو خبرو کې د یو چین د پېژندلو پر اصل بيا ټينګار کړی او په ډاګه يې ويلي، چې امریکا نه غواړي له چین سره نوې سړه جګړه راپورته او د چین د نظام د بدلېدو هڅې وکړي او یا د متحدو اړیکو د پياوړتیا تر شا له چین سره مخالفت وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې امريکا له چین څخه د تایوان له جلاکېدو ملاتړ نه کوي او نه هم غواړي، چې د چین پر وړاندې دوښمنانه رویه غوره کړي.

رئيس شي جين پينګ د بايډن خبرې په ځير واورېدې او وروسته یې په خپلو خبرو کې وويل، چې د چین او امریکا ترمنځ په اړیکو کې د اوسنيو ستونزو د رامنځته کېدو لوی لامل دا دی، چې واشنګټن خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، د چین ستراتيژي يې نه ده درکړې او پر وړاندې يې دوښمنانه رویه غوره کړې ده.

په دې کې شک نشته، چې د چین او امریکا سالمې اړیکې د دواړو هېوادونو او حتی نړۍ لپاره ګټورې دي، خو بهیر کې يې بايد امریکا خپلې ژمنې پوره او د چین د حاکمیت او د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات بايد سم درک او د حل لپاره يې په مناسبې لارې ګام پورته کړي.

شي جين پينګ د اوکراین کړکېچ په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې دا د یوې خوا یواړخیز عمل نه دی او د دغه کړکیچ د حل لپاره باید اصلي لامل پيدا او ليرې شي.

دا ټولو ته مالومه ده چې امریکا او ناټو د اوکراین له کړکيچ سره نېغې اړيکې لري.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د اوکراين کړکېچ ټولې ښکيلې خواوې باید د دې بحران د لا سختېدو د مخنیوي لپاره سياسي هيلې ځلې وکړي، خبرو اترو ته دې دوام ورکړي او په اوکراين کې د بشري بحران مخه دې ونيسي.

نوموړي زياته کړه، چې لوی هېوادونه باید یو د بل درناوی وکړي، د سړې جګړې نظريې او ډله ييز مقاومت دې پرېږدي او ګام په ګام دې اغېزمن، برابر او دوامدار نړیوال او سيمه ييز امنيتي جوړښت برابر کړي.

جوبايډن په خپلو خبرو کې وویل، چې امریکا غواړي له چین سره تماس وساتي او د اوکراين د وضعیت د لا سختېدو مخه ونيسي.

د چین او امریکا د مشرانو ترمنځ دا ويډيويي کتنه د امریکا لخوا وړاندیز شوې وه.

چین له امریکې سره د اړیکو د سالم پرمختګ او د اوکراین د روان کړکېچ د سوله ييز حل د هڅونې او د سم دريځ د غوره کولو په موخه هر څه په ډاګه بیان کړي او له امريکې يې هم غوښتي، چې روښانه دريځ غوره کړي.
جوبايډن له چین سره د همکارۍ او همغږۍ په اهمیت ډېر ښه پوهېږي.

جوبايډن کابو څلور میاشتې مخکې هم له رئيس شي جين پينګ سره په ويډيويي خبرو کې یو لړ ژمنې کړې وې، خو په يادې مودې کې يې نه يوازې پلې نه کړې، بلکې د تایوان مسئلې په اړه د چین له سرې کرښې څخه يې هم پښې واړولې. امريکې د شينجيانګ په اړه جعلي خبرونه جوړ او خپاره کړي او پر چين يې تورونه لګولي دي او اوس یې د اوکراین کړکیچ تر لمسونې او راپاروني وروسته پر چین د بندیزونو ګواښ هم کړی دی.

د جوبایډن له کړنو داسې ښکاري، چې خبرې يې هوايي او د اعتماد وړ نه دي.

خبرې او کړنې بايد په ژبه نه، بلکې په عمل کې ثابتې شي.

امریکا د نړۍ د سوپرځواک په توګه باید خپلې دندې پرغاړه واخلي او د نړۍ د سوله ييز پرمختګ لپاره بايد ضروري خدمتونه وکړي.