د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د مارچ په شلمه نېټه ويلي، چې روسيې او اوکراين د اوربند د خبرو اترو په کليدي برخو کې پرمختګ موندلی او مشران به يې د ځينو مسئلو په هکله پرېکړه وکړي.
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکي په همدې ورځ له سي اېن اېن سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې هغه غواړي د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرې وکړي، خو په عين وخت کې پر دې هم ټينګار کړی، چې د اوکراين د خاورو د بشپړتيا او د ملي حاکميت د ساتلو په برخه کې به روسيې ته سر ټيټ نه کړي.
د روسيې د ملی دفاع د قومندانۍ مرکز مسؤل میخایل میزنتسیف په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې هېواد به يې د روانې مياشتې د ۲۱ مې نېټې د سهار په لسو بجو د بشري مرستو په پار د اوکراين ماريوپول ښار ته لار پرانيزي.
نوموړي زياته کړې، چې روسیې د مارچ په شلمه نېټه د اوکراين د کیف، چرنیهیف، سومي او خارکیف په شمول ځينو ښارونو او سيمو ته د بشري مرستو لپاره لارې پرانيستې پرېښودلي او ادامه به ورکړي.