د چين سره صليب ټولنې په دې وروستيو کې اعلان کړی، چې اوکراين ته به د ۵ ميليونو يوانو په ارزښت د بشر دوستۍ مرستندويه توکي برابر کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۲۱مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته تر سره کړه.
يوه خبريال د يادې غونډې په ترڅ کې د بهرنيو چارو وزارت له وياند وانګ ون بين څخه وپوښتل، چې ايا چين اوکراين ته د نورو زياتو مرستو د ورکولو پلان لري؟
وانګ ون بين يادې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د چين د سره صليب ټولنې د مرستې تر څنګ، د چين حکومت پريکړه کړې، چې اوکراين ته به د لس ميليونو يوانو په ارزښت مرستندويه توکي وليږي. چين به په پر له پسې توګه د اوکراين د وضعيت د ارامولو لپاره رغنده رول ولوبوي او غواړي د دغه هېواد د بشر دوستۍ بحران د مخنيوي لپاره خدمتونه وکړي.