د چين ځنګلونه د پراخېدو په حال کې دي
CMG2022/03/21 15:23:53
شريکول:

نن د مارچ ۲۱مه نېټه د ځنګل نړيواله ورځ ده. د چين د ځنګل او چمن ملي ادارې معلومات ورکړي، چې د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګريس راهيسې، په دې هېواد کې د ځنګلونو پيمانه پراخه شوې او کيفيت يې هم لوړ شوی دی.

د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګريس راهيسې، په دغه هېواد کې د نيالګيو او چمنونو د کېنولو پيمانه ۷۸۲ زرو کيلومترو مربع ته رسېدلې، چې پکې د ځنګلونو پيمانه ۶۴۰ کيلومتره مربع ښودل شوې او د دې هېواد ۲۳.۴ سلنه خاوره پرې پوښل شوې ده.

د چين د چاپيريال زرغونېدو چارو چټک پرمختګ موندلی او د بيولوژيکي امنيت د خونديتوب، د خلکو د ګټو د زياتولو او د زرغون پرمختګ لپاره کلک بنسټ جوړ کړی دی. په عين وخت کې چين د نړۍ د ځنګلونو د پراخولو او د ځمکې د صحرايي کېدو د مخنيوي او د بيولوژيکي چارو د نړيوالې ادارې د پياوړتيا لپاره هم فعال خدمتونه کړي دي.