وانګ يي د الجزایر او د تانزانيا د بهرنيو چارو وزیرانو سره خبرې وکړې
CMG2022/03/21 10:51:55
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په شلمه نېټه د چين د ان هوي ولايت په تون شي کې په جلا جلا توګه د الجزاير د بهرنيو چارو وزير لامالا او د تانزانيا د بهرنيو چارو له وزيرې ليبراتا مولامولا سره خبرې اترې وکړې.

 وانګ يي له ليبراتا لامالا سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې که نړۍ يو موټې شي او خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، نو د نړيوالو اړيکو ډيموکراتيک بهير به پرمخ لاړ شي او ټول هيوادونه به ښه راتلونکی ولري.

د الجزاير د بهرنيو چارو وزير لامالا په خپلو خبرو کې د اوکراین کړکيچ په هکله د چين له دريځ سره همغږي وښوده او ويې ویل، چې چين د نړيوال عدالت، سولې، ثبات او امنيت پر بنسټ نظرونه وړاندې کړي او خپل دريځ يې ښکاره کړی او د اوکراين کړکيچ د حل وفصل لپاره يې يوه ښه لاره وړانديز کړې ده.

وانګ يي په همدې ورځ د تانزانيا د بهرنيو چارو له وزيرې ليبراتا مولامولا سره په ويډيويي کتنه کې وويل، چې د چين حکومت له تانزانيا سره اوږمهاله ستراتيژيکې اړيکې لري او غواړي د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو نظريو پراساس خپلمنځي همکاريزي اړيکې ورسره نورې هم ژورې کړي او د افريقا لويې وچې د خپلواک پرمختګ لپاره خپل خدمتونه وکړي.

لیبراتا مولا مولا وويل، چې تانزانيا غواړي له چين سره خپلمنځي همکارۍ پياوړې او د دوه اړخيزو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

 

(غاټول)