کارپوهان: لويديځ هيوادونه دوه ګوني معيارونه غوره کوي
CMG2022/03/21 12:31:04
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سيربيا په پلازمينې بلګراد کې په دې وروستيو ورځو کې د فوټبال سیالۍ ترسره شوې دي.نندارچيانو د فوټبال د يوې سیالۍ په ترڅ کې شعارونه پورته کړي او د نړۍ په څو هيوادونو او سیمو کې يې د امريکې او ناټو جګړې غندلي او ورپسې يې د سولې او جګړې ضد سندرې زمزمه کړې دي.

د ځينو هېوادونو د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي، چې د امريکا په شمول لويدیځ هېوادونه دوه ګوني معيارونه غوره کوي.

دوی وايي، چې لویديځ هيوادونه له يوې خوا د جګړې ضد او سولې تبليغات کوي او له بلې خوا د خپلو ګټو د لټولو لپاره په پوځي لارو چارو د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي.کارپوهان په دې اند دي، چې لویدیځ پر ځينو هيوادونو ډېر سخت بنديزونه لګولي، چې له دې امله یې هلته بشري بحرانونه راپورته شوي او نړيواله سوله او امنیت يې له ګواښونو سره مخ کړي دي.

افغان شنونکی محمد سليم فلوګ وايي، چې امريکې او ناټو شل کاله دمخه د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه پر افغانستان يرغل وکړ او ژمنه يې کړې وه، چې د افغانستان له بيا رغونې او بشري حقونو څخه به ملاتړ کوي، خو په افغانستان کې د دوی شتون نه يوازې دا چې سوله یې ټينګه نه کړه، بلکې د سيمې هيوادونه يې هم ناارامه کړل.

د سوريې د سياسي چارو کارپوه محمد عمري ويلي، چې امريکا د بشردوستۍ په تړاو دوه ګوني معيارونه غوره کوي او د کډوالو مسئلې ته هيڅ پاملرنه نه کوي.

نوموړي ويلي، چې امريکې په منځني ختيځ کې رامنځته شوی بشري بحران له پامه غورځولی دی.

(غاټول)