د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه ای په
دې وروستيو کې ويلي، چې د امريکا حکومت ته يې دا په ډاګه کړې، چې پر ايران د دوی
سخت بنديزونه يې له لویې بدنامۍ سره ناکام کړي او دا چاره يې په نړيوال سياسي ډګر
کې د ايران ستر برياليتوب بللی دی.
نوموړي ويلي، چې امريکايان هم پخپله د امريکې
حکومت دغه ناکامي ((بې عزتي)) بولي او د ايرانيانو کلک مقاومت يې د دوی د ناکامۍ
سبب بللی دی.
خامنه ای زیاته کړې، چې امريکې تېر کال نه يوازې په ايران کې، بلکې
نورو هيوادونو او سيمو کې يې هم ماتې خوړلې دي.
نوموړي د امريکې پر وړاندې
مقاومت غوره او سمه لار بللې ده. (خبرياله: شکريه)