د بريتانيې لومړي وزير بوريس جانسن په دې
وروستيو کې له چين او نورو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې پر اوکراين د روسيې پوځي
عمليات وغندي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۱مه نېټه
په يوې نوبتي خبري ناستې کې په دې اړه وويل، چې چين د اوکراين مسئلې په اړه عادلانه
دريځ ښکاره کړی او هر وخت يې د سولې لپاره کوښښونه کړي او په دې برخه کې به خپل
ارزښتناک رول ته ادامه ورکړي.
(خبرياله: شکريه)