د نايجريا په شمال لوېديځ کې د يو بريد له امله ۲۵ تنه وژل شوي
CMG2022/03/22 14:48:52
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نايجريا چارواکو د مارچ په ۲۱مه نېټه ويلي، چې وسله والو د روانې مياشتې په ۲۰مې نېټې د دغه هېواد په شمال لوېديځ دونا ايالت کې پر عامو وګړو بريد کړی، چې له امله يې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي.

د مالوماتو له مخې د دغه بريد له امله کابو ۷۰ کورونه هم ويجاړ شوي دي.

ځايي حکومت له پېښې وروسته د خاورا په ګډون ځينو سيمو کې د شپې ګرځبنديز لګولی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دې بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.
(خبرياله: شکريه)