د چين خارجه وزیر له دریو افریقايي سیالانو سره د کتنې لنډ مالومات
CMG2022/03/22 14:57:12
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مارچ په ۲۱مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د زامبیا، الجزایر او تانزانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د وانګ يې د ليدنې په اړه مالومات ورکړل.

نوموړي وویل، چې د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي او یادو دریو وزیرانو د اوکراين مسئلې په تړاو ګډ نظر ښودلی او ويلي يې دي، چې د اوکراین کړکیچ د اروپا پر وضعیت ډېره منفي اغېزه کړې او دغه منفي اغېزه به پر ګردې نړۍ هم بدې اغېزې وکړي.
وانګ ون بين وویل، چې په اوسنۍ نړۍ کې ډېرې ستونزې موجودې دي، خو نړیواله ټولنه بايد افریقا هم هېره نه کړي.
نوموړي زياته کړه، چې چین له يادو دریو افریقايي هېوادونو سره د کرونا وبا ضد د مبارزې، د طبي چارو همکارۍ، د یو کمربند او یوې لارې د ګډې جوړونې، د افریقايي هېوادونو پرمختګ د هڅونې او د نړیوالو څواړخيزو موضوعاتو په اړه د خپلمنځي همغږۍ د پياوړتیا په هکله یو لړ موافقې کړي او خپلمنځي عنعنوي دوستي يې لا نوره ټينګه او عملي همکارې يې پياوړې شوي دي.  (هیله)