د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بورکينافاسو پوځ د مارچ په ۲۱مه
نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې نامالومو وسله والو د روانې مياشتې په
۲۰مه نېټه د دغه هېواد په ختيځ ناتيابواني ښار کې پر سرتيرو بريد کړی، چې له امله
يې ۱۳ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
د بورکينافاسو پوځ په يادې اعلاميې کې
ويلي، چې سرتيرو يې وسله والو ته ماتې ورکړې او له سيمې څخه تښتيدلي دي.
تر اوسه
کومې ډلې د دې بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.
(خبرياله: شکريه)