د چين استازي د بشري حقونو له شورا وغوښتل، چې د بومي وګړو پر حقونو د تيري کړنې له نژدې وڅاري
CMG2022/03/22 14:49:52
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په مقر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي جيانګ دوان د مارچ په ۲۱مه نېټه د م.م د بشري حقونو شورا په ۴۹م کانګرس کې د څو هېوادونو په استازيتوب، چې ګډې او ورته نظريې لري وينا کړې او له يادې شورا يې غوښتي، چې هغه هيوادونه له نژدې وڅاري، چې د اصلي او يا بومي وګړو پر حقونو يې د تيري کړنې ترسره کړې دي.
 نوموړي ويلي، د نړۍ ځينو هيوادونو پر بومي وګړو سخت ظلمونه کړي، د دوی پر بنسټيزو بشري حقونو او ازادۍ يې تيري کړي او د دوی ځمکې او سرچينې يې عضب کړي او حتی په بې رحمۍ يې وژلي او د دوی کلتورونه یې له منځه وړي دي.
دغو هيوادونو اصلي بومي خلک مجبور کړي، چې خپلو ښوونځيو ته ولاړ شي، خو هلته یې هم تر جبر او ظلم لاندې نيولي او ډېر يې وژلي دي.
دا د پردې تر شا پټ حقیقتونه دي او د بشري حقونو شورا يې باید راڅرګند او نړۍ سره شریک کړي.
 (خبرياله: شکريه)