وانګ يي: ملګرتيا، يووالی، عدالت او پرمختګ زموږ موخې دي
CMG2022/03/22 16:54:50
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۱مه نېټه په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره په يوه خبري  ناسته کې ګډون وکړ او خبريالانو ته يې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د خپل ګډون په اړه معلومات ورکړل.

وانګ يي وويل، چې دا د هغه لومړی ځل دی، چې د چين د بهرنيو چارو وزير په توګه يې په دغه غونډه کې ګډون کړی او ګډون يې له اسلامي هېوادونو سره د همکاريو د پياوړتيا په اړه د چين څرګنده هيله په ډاګه کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې (( د يووالي، عدالت او پرمختګ لپاره ملګرتيا )) د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې اصلي موضوع ده او د اوسنيو نړيوالو حالاتو پر وړاندې ډېر مهم ارزښت لري. يادو څلورو کلمو په دې غونډه کې د چين د ګډون موخې او هم د چين او اسلامي هېوادونو ګډې نظريې په ډاګه کړې دي.

ملګرتيا د چين موخه ده.

چين له اسلامي نړۍ سره ټينګې اړيکې، ورته ارزښتونه او ګډې تاريخي دندې لري او غواړي له بېلا بېلو اسلامي هېوادونو سره متقابل تفاهم وکړي، يو له بل سره مرستې وکړي او د ستونزو او خنډونو د ليري کولو په موخه يو له بل سره ملګرتيا وکړي.

يووالی د چين موخه ده.

د چين او اسلامي نړۍ ترمنځ همکارۍ د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو مهمه برخه بلل کيږي او چين او اسلامي نړۍ دې د نړيوالو ننګونو او کرونا وبا پر وړاندې لاس يو کړي، ګډ دريځ دې ونيسي او ګډې ګټې دې وساتي.

عدالت د چين موخه ده.

اوس نړيوال سيستم او د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول له سختو ننګونو سره مخ دي. چين غواړي له اسلامي هېوادونو سره رښتينی څواړخيزم عملي کړي، د بېلا بېلو هېوادونو ملي حاکميت او ملي وقار، د ملګرو ملتونو منشور او اصلي موخې او د نړيوالو اړيکو مساوت او عدالت وساتي.

پرمختګ د چين موخه ده.

چين غواړي له اسلامي هېوادونو سره د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي، پرمختګ چټک کړي او د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره خدمتونه وکړي.