په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۶۹ میلیونو، ۲۱۲ زرو او ۷۰۵ ته رسېدلی
CMG2022/03/22 14:52:00
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د مارچ په ۲۱مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو او ۱۸ دقیقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۱ میلیون، ۹ زره او ۹۵۰ نوې پېښې ثبت شوې او په دې سره عمومي شمېر يې ۴۶۹ میلیونو، ۲۱۲ زرو او ۷۰۵ ته رسېدلی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۳۱۹۴ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ میلیونو، ۷۷ زرو او ۲۵۲ ته رسېدلی دی. (هیله)