چین به اوکراین ته د لس میلیونو يوانو په ارزښت نور مرستندویه توکي وليږي
CMG2022/03/22 14:53:47
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مارچ په ۲۱مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د چین حکومت پرېکړه کړې، چې اوکراین ته به د لس میلیونو يوانو په ارزښت نور مرستندویه مواد ولیږي.
نوموړي وویل، چې چین د اوکراین په کړکيچ کې د ملکي وګړیو زیانونو ته ډېره پاملرنه کوي او دا د نړيوالې ټولنې دنده ده، چې په اوکراين کې د ممکن لوی بشري بحران مخه ونيسي او مرستې ورسره وکړي.
چین د اوکراین د بشردوستۍ وضعیت د ښه کولو په پار ۶ وړاندیزونه کړي، اغېزمن تدبیرونه يې نیولي او بېړنۍ مرستې يې ورته برابرې کړې دي.
وانګ ون بين زياته کړې، چې چین به د اوکراین وضعیت د ارامولو لپاره رغنده رول ولوبوي او په دغه هيواد کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره به خپلو کوښښونو ته ادامه ورکړي . (هیله)