امريکا اوبه خړوي کبان نیسي
CMG2022/03/22 14:47:26
شريکول:

 

په امريکا کې د چين لوی سفير چين ګانګ د مارچ په شلمه نېټه د امريکا د سي بي ايس خبريالې سره په مرکې کې ويلي، چې چين له هغو جعلي معلوماتو او پروپاګند سره مخالفت کوي، چې ګواکې دغه هيواد روسيې ته نظامي مرستې برابروي.

نوموړي د اوکراين مسئلې په پار د امريکا په شمول د ځينو لويديځو هيوادونو تورونه او انګازې رد او بې ځايه تبلیغات وبلل.د امريکا ځيني سياستوال او خبري رسنۍ د روسيې او اوکراين تر منځ د شخړې له رامنځته کيدو مخکې او هم اوس، د چين پر وړاندې پر له پسې جعلي معلومات خپاروي.

دوی داسې ګونګوسې خپرې کړي، چې چين روسيې ته نظامي مرستې برابروي او بې ځايه تورونه يې پرې لګولي دي. ځينو لويديځو هېوادونو هم له امريکا سره يو ځای دغه جعلي معلومات خپاره کړي او امريکايي چارواکو په همدې پلمې چيني تصديو ته د بنديزونو ګواښونه کړي دي.

د امريکا دغه لوبه بې ځايه او شرمېدونکې ده

چين د اوکراين بحران له رامنځته کېدو راهيسې تل د جګړې پر ښکيلو خواوو غږ کړی، چې تاوتريخوالی پرېږدي او د ستونزو د هواري په موخه دې سوله ييزې خبرې وکړي او د بشري ناورين مخه دې ونيسي. چين د اوکراين کړکېچ د حل او بشري بحران د مخنيوي په پار شپږ فقرييز وړاندیز کړی او اوکراين ته يې د خوراکونو، درملو او د ماشومانو پوډري شېدو په شمول خوراکي توکي ليږلي او بشري مرستې یې ورسره کړي دي.

چين د تاوتريخوالي پلاويتوب نه کوي او هیڅ لوري ته به وسلې ورنه کړي او د ستونزو د هواري په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. چين اوکراين ته بشري مرستې لیږي، د جنګ په ښکيلو خواوو غږ کوي، چې د بشري بحران د مخنيوي لپاره تاوتريخوالي ته نه ووايي، خو امريکا د اوکراين بحران راپاروي او خلک جګړې ته لمسوي او همدا یې اراده او غوښتنه ده، چې په سيمه کې ګډوډي رامنځته شي.

په نړۍ کې سړه جګړه پای ته رسيدلې او بیا یې باید کوم هيواد د پېل هڅې ونه کړي.امريکا ناټو هڅوي، چې د اروپا د ختیځ پر لوري وخوځيږي او پنځه ځله یې دا هڅه کړي، چې د ناټو لمن د ختيځ پر لوري پراخه او خوره کړي او روسیې ته یې امنيتي ګواښونه جوړ کړي دي.

امريکې له ۲۰۱۴م کال راهيسې اوکراين سره په ميليارډونو ډالره نظامي مرستې کړي او ناټو او اوکراين څو ځلې په لويې پيمانې پوځي تمرينونه تر سره کړي دي.

امريکا په همدغو لمسوونکو کړنو د اوکراين د کړکېچ توخم شيندلی او جړ بوټي یې را زرغون کړي دي.

امريکا د روسيې او اوکراين د جګړې له پيلېدو وروسته، لويديځ هيوادونه وهڅول، چې پر روسيې هراړخيز بنديزونه ولګوي او اوکراين ته يې نظامي وسلې ورکوي او د ياد کړکېچ په اور تېل شيندي. د امريکا ولسمشر جو بايډن د مارچ په ۱۶مه نېټه يو ياداښت لاسليک کړ، چې له مخې يې د دغه هېواد دفاع وزارت به اوکراين ته د ۸۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د وسلو مرسته برابره کړي.

د روسيې او اوکراين تر منځ خبرې اترې په رکود کې پاتی دي، ځکه د اوکراين حکومت د امريکا تر کنټرول لاندې دی او که امريکا وغواړي، دغه جګړه پای ته ورسوي، نو هیڅ مشکل کار نه دی. روسيه او اوکراين به ډېر ژر اوربند وکړي.

امريکا د روسيې او اوکراين تر منځ جګړې ته پر له پسې وسلې برابروي او پر روسیې يو اړخيز بنديزونه لګوي، خو چين د جګړې د دواړو ښکيلو خواوو تر منځ د خبرو اترو د هڅونې او له اوکراين سره د بشري مرستو کارونه تر سره کوي، نو بیا لویديځ هيوادونه ولې پر چين نيوکې او تورونه لګوي، چې روسیې ته وسلې برابروي؟

چين د جګړې له ټولو خواوو غوښتنه او وړانديز کوي، چې جنګ ودروي او سوله ييزې خبرې او ستونزې هواري کړي، خو امريکا برعکس تاوتريخوالي ته لمن وهي، نو مالومه ده، چې څوک اور بلوي او څوک يې د مړ کولو هڅې کوي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په وروستيو کې له خپل امريکايي سيال جو بايډن سره د ويډيو خبرو په ترڅ کې ويلي، چې د ستونزو جوړوونکي بايد ستونزې حل کړي. امريکا ژمنه کړې، چې د اوکراين بحران د سختېدو د مخنيوي لپاره به له چين سره تماسونه وساتي.

امريکا بايد خپلې ژمنې پوره کړي، خپلې تيروتنې دې سمې کړي.

امريکا د اوکراين بحران پړه پر چين اچوي، خو په دې لنډې جملې کې خپل بد نيت او شومې موخې نشي پټولی. امريکا هر وخت پر نورو هېوادونو بنديزونه لګوي، خو په حقیقت کې به ځان او هم نورو ته زيانونه ورسوي. د امريکا سياستوال، چې د جګړې د سختېدو لمسونه کوي، بايد خپلې تيروتنې اصلاح  او په سم او مناسب لوري دې ګامونه پورته کړي.