د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوبو ۹م
نړيوال فورم د مارچ په ۲۱مه نېټه د سنيګال په پلازمينه ډاکار کې پرانيستل شو او د
همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به دوام وکړي.
ياد نړيوال فورم ((د اوبو خوندیتوب سوله او پرمختګ هڅوي)) په عنوان ترسره کيږي.
دا لومړی ځل دی، چې د اوبو نړيوال فورم د
افریقا لویې وچې په جنوبي برخه کې ترسره کيږي.
د مالوماتو له مخې، د ياد فورم
برخوال به د اوبو د خونديتوب او پاکوالي او د کليوالو سيمو د خلکو لپاره د څښاک
اوبو د تضمين په اړه څو فرعي غونډې هم تر سره کړي.
(خبرياله: شکريه)