د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ ۴۸مه غونډه د پاکستان په پلازمينې اسلام اباد کې پرانيستل شوه او ګډونوال يې د سيمه ييزو او نړيوالو امنيتي حالاتو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او دواملرونکي پرمختګ په شمول په ځينو موضوعاتو غږيدلي دي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې له اسلامي نړۍ څخه د يووالي غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې د اسلامي همکاريو سازمان بايد د ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.
نوموړي زياته کړې، چې د افغانستان سوله او ثبات د نړۍ لپاره ډېر مهم او ثابت افغان ريژم له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډېر ګټور دی. د دې ترڅنګ هغه پر ځينو هېوادونو هم غږ کړی، چې پر افغانستان لګيدلي بنديزونه لغوه کړي او هلته د بشري بحران مخه دې ونيسي.
د اسلامي همکاريو سازمان سکريتر په دې غونډه کې ويلي، چې د دې سازمان بېلا بېل غړي هېوادونه دې همغږي او همکارۍ پياوړې او د ډول ډول ننګونو پر وړاندې دې مقابله وکړي او د دې سازمان موخې دې پوره کړي.
(غاټول)