د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د مارچ په ۲۲مه نېټه د ۴۹مې غونډې په څنډه کې د لږکيو مسئلو د ځانګړي راپور په اړه ډيالوګ تر سره کړی دی. د چين استازي پکې له امريکا څخه غوښتنه کړې، چې د لږکيو حقونه خوندي کړي.
د چين استازي ويلي، چې امريکا په تاريخ کې ذ انديانو قتل عام او شړلو په شمول د دوی پر بېلابېلو حقونو او اساسي ازادۍ تېری کړی او د نسل وژنې جرمونه يې تر سره کړي دي.
تر اوس هم په امريکا کې سيستماتيک او چوکاټي نژادي تبعیض روان دی. په امريکا کې د افريقايي او د افريقايي مهاجرينو اولادونه، اسيايي کډوال او د دوی اولادونه، مسلمانان او انديان له ډېرو سختو تيريو سره مخ دي او د سياست، اقتصاد او کلتور په برخو کې ډېر لږ حقونه ورکول کېږي. په امريکا کې د لږکيو د وزګارتيا انډول، د بېوزليتوب انډول او پر کرونا وبا د اخته شويو او د مړينې انډول د سپين پوستو امريکايانو په پرتله لوړ دی.
چين له امريکا څخه غوښتنه کړي، چې خپل تاريخي مسئوليت پر غاړه واخلي، په کور دننه د بشري حقونو مسئلو ته دې په سمه سترګه وګوري او د لږکيو حقونه دې خوندي کړي.