د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل پوليسو د مارچ په ۲۲مه نېټه
ويلي، چې په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب د بيرشيوا په ښار کې بريد شوی، چې له
امله يې ۴ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
اسرائيلي پوليسو ويلي، چې يوه بريدګر
د بيرشيوا ښار د تېلو په يو ټانک کې پر يوه ملکي وګړي د برچې بريد کړی او وروسته يې
پر خلکو موټر خېژولی او ورپسې څو نور کسان يې هم د برچې ښکار ګرځولي دي.
د
مالوماتو له مخې، ځايي وګړو پر ياد بريدګر ډزې کړي او وروسته يې ژوندی نيولی
دی.
(خبرياله: شکريه)