په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۷۰۸۳۹۷۴۵ ته رسېدلی
CMG2022/03/23 10:23:18
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۲۲ مه نېټه د تازه شمېرې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د منځنۍ اروپا پر وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۵ بجو او ۲۷ دقيقو پورې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱۲۴۴۰۱۲ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۴۷۰۸۳۹۷۴۵ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۴۸۶۵ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۰۹۲۹۳۳ ته رسېدلی دی.