د چين او اروپا بار وړونکو اورګاډيو دوه اړخيز تجارت پياوړی کړی
CMG2022/03/23 10:38:23
شريکول:

د چين او اروپا ترمنځ لومړی بار وړونکی اورګاډی په ۲۰۱۱م کال کې د چين له چونګ چينګ ښار څخه د المان دويسبورګ ښار په لور وخوځېده او په دې سره د اسيا او اروپا د لويو وچو ترمنځ د ځمکني ترانسپورټ نوې پاڼه پرانېستل شوه.

شاوخوا ۱۱ کاله کیږي، چې د چين او اروپا ترمنځ بار وړونکي اورګاډي تګ راتګ کوي او د اقتصادي خوځښت او د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخو کې یې د دغې اوسپنيزې لارې پر دواړو غاړو پرتو هېوادونو ته خدمتونه کړي او د خلکو باورونه يې خپل کړي دي.

د شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر پایه پورې د چين او اروپا ترمنځ څه باندې ۵۰ زرو بار وړونکو اورګاډو تګ راتګ کړی او د چين او اروپا د ۲۳ هېوادونو د ۱۸۰ ښارونو ترمنځ يې د ۲۴۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت مالونه انتقال کړي دي.

د پاملرنې وړ ځای دا دی، چې دغو نوبتي اورګاډيو نړيواله پوستي لاره هم پرانيستې، په تېره بيا د کرونا وبا تر منفې اغيزې لاندې د بار وړونکو بيړيو او الوتکو د مالونو د لېږد رالېږد د لارې د بندېدو پر مهال يې د نړيوالو پوستي چارو د پياوړتيا لپاره مهم رول لوبولی دی.

د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې څه باندې ۴ ميليونه او ۲۰۰ زره پوستي بستې د دغو اورګاډيو له لارې له چين څخه اروپا ته لېږدول شوې دي.

دغه راز، کرونا وبا له ۲۰۲۰م کال راهيسې د توليداتو د برابرولو پر نړيوال ځنځېر هم  سختې بدې اغيزې کړې دي.

 د چين او اروپا بار وړونکو اورګاډيو د ستراتيژيکې لارې په توګه د مالونو انتقال تامين کړی دی. دغو اورګاډيو د ۲۰۲۲م کال تر جنورۍ پورې د المان، پولنډ او بلژيک په شمول ګڼو اروپايي هېوادونو ته د کرونا وبا د وقايي او تداوۍ په اړه څه باندې ۱۰۰ زره ټنه توکي لېږدولي دي.

چين او اروپا د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې دوه مهم تمځايونه وو او د دغې لارې د پخوانۍ سمسورتیا شاهدان پاتې شوي دي.

 نن ورځ د چين او اروپا ترمنځ بار وړونکو اورګاډيو د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پر مټ د ورېښمو لارې په اوږدو کې د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصاد د سمسورتيا لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.