د چين ستورمزلو له فضا تنکيو ځوانانو ته دوهم درس ورکړ
CMG2022/03/23 18:33:40
شريکول:

د چين ستورمزلو جای جه ګانګ، وانګ يا پينګ او يه ګوانګ فو د مارچ په ۲۳مه نېټه په دوهم ځل د دغه هېواد له فضايي سټېشن څخه په انلاين ډول تاندو ځوانانو ته درس ورکړ.

د چين د انسان وړونکي فضايي پروژې دفتر د مالوماتو له مخې، نوموړو چيني ستورمزلو په دغه شاو خوا ۴۵ دقيقه يي درس کې په انلاين ډول ځيني فضايي ازموينې هم تر سره کړي، ځوانانو ته يې د دغو ازموينو علمي اصول ورپېژندلي او د فضايي سټيشن علمي تاسیساتو او هم په فضا کې د دوی د ژوند او چارو په اړه معلومات ورکړي او د درس له برخوالو ښوونکو او زده کوونکو سره يې د علمي زده کړو په اړه خبرې کړې دي.

په دغه انلاين درس کې د شي ځانګ او شينجيانګ د ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو هم ګډون کړی و.