د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د مارچ په ۲۲ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په همدې ورځ په شرم الشېخ کې د عربي متحده اماراتو له وليعهد محمد بن زايد النهيان او د اسرائيل له صدراعظم نفتلي بينت سره درې اړخيزې خبرې اترې کړې دي.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې د يادو دريېو هېوادونو مشرانو پر نړيوال پرمختګ، انرژۍ، بازارونو او د خوارکي توکو د خونديتوب په اړه بحثونه کړي او د ځينو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه يې هم نظر تبادلې کړې دي.
د اسرائیل صدراظم دفتر بيا په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د دريېو هېوادونو مشرانو د خپلمنځي او نړيوالو اړيکو د چارو په اړه خبرې کړې دي.