امريکا غواړي پر بشري حقونو د تېري په پلمه پر چينايي چارواکو بنديزونه ولګوي
CMG2022/03/23 09:49:01
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲۲مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې له امريکا څخه وغوښتل، چې د چين بشري حقونو ته په معقول او عادلانه نظر وګوري او پر چين ناوړو تورونو او پر چينايي چارواکو لګيدلو بنديزونو ته دې د پای ټکی کيږدي او چين دې نه مجبوروي، چې بالمثل ګام پورته کړي.

د خبر له مخې، د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د مارچ په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې امريکا به پر هغو چينايي چارواکو بنديزونه ولګوي، چې د چين په دننه او بهر او د امريکا په دننه کې يې ملي لږه کي، مذهبي ډلې او مخالف سياسي نظر لرونکي ځپلي دي.