وانګ يي د اسلامي همکاريو سازمان له سرمنشي حسين ابراهيم طه سره وکتل
CMG2022/03/23 15:27:59
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۲مه نېټه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان له سرمنشي حسين ابراهيم طه سره وکتل.

وانګ يي وويل، چې دا لومړی ځل دی، چې د چين د بهرنيو چارو وزير د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې برخه لري او ګډون يې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګېدو او متقابل اعتماد پياوړتيا په ډاګه کړې ده.

حسين ابراهيم طه د دغه سازمان د څه باندې ۵۰ غړو هېوادونو په استازيتوب د چين د ګډون هرکلی ړی او د چين هغه کړنې يې ستايلي، چې له نورو هېوادونو مخکې يې د کرونا وبا ضد مبارزې کې اسلامي هېوادونو ته د مرستو لاس ورکړی، له وروسته پاتې اسلامي هېوادونو او اسلامي انکشافي بانک سره يې مرستې کړي، د افريقا د اسلامي هېوادونو د زرګونو زده کوونکو لپاره يې روزنې برابرې کړي او د افريقايي هېوادونو د خپلواک پرمختګ د پياوړتيا لپاره يې هڅې کړې دي.

وانګ يي وويل، چې د اسلامي همکاريو سازمان د اسلامي هېوادونو د يووالي او پر ځان د بسيا کېدو نښه ده او د چين او اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پل رول لري. چين او اسلامي هېوادونه پرمختيايي هېوادونه دي او ورته تاريخي تجربې او د پرمختګ ګډه اړتيا او ډېرو برخو کې پراخې ګډې نظريې لري. چين د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې، د پرمختګ د خپلواکې او مناسبې لارې د لټولو په برخو کې د اسلامي هېوادونو له هڅو څخه ملاتړ کوي او هيله لري، چې له اسلامي هېوادونو سره ودريږي او يو ځای په نړيواله ټولنه کې د پرمختګ حقه حقونه وساتي او ګډ غږونه پورته کړي.  

دواړو خواوو د فلسطين او افغانستان مسئلو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.