د روسيې او اوکراين جګړه، جعلي امپراطورۍ شيمپين شراب څښلي
CMG2022/03/23 14:49:36
شريکول:

د امريکا د دفاع وزارت پخواني چارواکي فرانکلين سپيني ويلي، چې امريکايان د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې له پيل راهيسې، د پنټاګون، کۍ (k) کوڅې، د وسلو جوړولو تصديو او د پارلمان په ټولو ودانيو کې په پټه شيمپين شراب څښي او دغه جګړه لمانځي.

د فرانکلين سپيني له دغې خبرې څرګنديږي، چې امريکا د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې تر ټولو لویه ګټونکې ده.

فرانکلين سپیني د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه د سياسي دسيسې پايله بللې ده. امريکا د اوکراين د بحران راپارونکې ده او په دې کار سره یې نه يوازې د خپلو وسلو جوړونکو تصديو ته زياتې ګټې رسولي، بلکې پر روسيې يې هم زيات بنديزونه لګولي، د ستراتېژیو د انتخاب په برخه کې يې د اروپا هڅې محدودې کړي او خپله باداري يې ټينګه کړې ده.

د اوکراين بحران يوځل بيا دا ثابته کړې، چې امريکا د نړۍ د ګډوډۍ تر شا ولاړ ده او پر خپلو اصلي  دندو يې سترګې پټې کړي او هڅه کوي چې  خپل مسئوليت پر نورو واچوي.

نيويارک ټايمز پدې وروستيو کې جعلي راپورونه خپاره کړي، چې ګواکې چين مخکې له مخکې د روسيې په پوځي پلان خبر و او له روسيې څخه يې غوښتي وو، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو وروسته  خپل پلان تطبيق کړي.

ډېرو رسنيو د دغو جعلي راپورونو سرچينې پسې ګرځيدلي او اخر یې هم د پېل ټکی  د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت کمېسيون کې پيدا کړی دی.

امريکايي سياستوالو او رسنیو په ګډې همکارۍ جعلي راپورونه راپورته کړي او ګرم خبرونه او تبصرې يې پرې جوړې کړي او هڅې يې کړي، چې دا مسؤليت پر چين واچوي او د چين او روسيې په اړيکو کې هم خړپړتيا راپورته کړي.

ايا نړيوال د امريکې له ياد فريب څخه خبر نه دي؟

له شک پرته، امريکا د يادو کړنو تر شا بد نيت لري.

په امريکې کې د چين سفير چين ګانګ ويلي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه د چين هيڅ په ګټه نه ده، که چين مخکې له مخکې د روسيې په جنګي پلان خبر وای، نو خامخا به یې مخه نيوله.

د چين او روسيې اړيکې د نه ناپيئليتوب، نه تقابل پر بنسټ مخ ته ځي او دا اړيکې يې د درېم لوري په هدف  نه دي ټينګې کړي او د امريکا او د دې هيواد د  متحدينو له هغو اړيکو سره بيخي فرق لري، چې د ايډيالوژۍ له مخې ټينګې او پر سياسي ګروپونو پسې تړل شوې دي.

چين د روسيې او اوکراين تر ټولولوی سوداګريز همکار دی او د نړۍ  د نفتو او طبيعي ګازو تر ټولو لوی واردونکی هېواد هم دی. د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې له امله د نفتو او طبيعي ګازو بيې ډېرې لوړې شوي، نو دا د چين لپاره څه ګټې لرلی شي؟

د امريکا د اتلانتیک شورا لوړ پوړي شنونکی روبرټ مانينګ وايي، د روسيې او اوکراين روانه جګړه د چين په ګټه نه ده او هيڅ ګټه ورته نه شي رسولی.

د واشينګټن سياستوال مانا لرونکو او ښو اوازونو ته غوږ نه نيسي، بلکې هڅه کوي چې خپل مسئوليت پر چين واچوي. که امریکې ختيځ ته د ناټو د نقشې پراخولو هڅه نه وای کړې، اوکراين ته يې وسلې نه وای ليږلې او د روسيې ستراتېژيکه ساحه يې نه وای محدوده کړې، نو د اوکراين وضعيت به دومره خراب شوی نه و او نه به هم روسیه مجبوره شوې وه، چې د اوکراين پر ضد له پوځي لارو چارو کار واخلي.

د امريکا د ځينو سياسينو بل شوم نيت دا دی، چې د روسيې او اوکراين له جګړې څخه ګټه واخلي او چين ته ګوزار ورکړي.

چين پدې وروستيو کې څوڅو ځلې څرګنده کړې، چې د واقعيتونو له مخې خپل دريځ او پاليسي ټاکي

چين د اوکراين بحران د حل لپاره هراړخيز پلان مطرح کړی او د جګړې دواړه خواوې يې هڅولي، چې د خبرو له لارې يادې ستونزې ته د پای ټکی کيږدي، خو امریکايي سياستوالو پرې غږونه کاڼه اچولي او داسې انګيري، چې د چين اوازونه يې نه دي اوريدلي.

دوی پرله پسې جعلي راپورونه خپروي او په دې لټه کې دي، چې چین کې هم ګډوډي راپورته کړي.

هر هغه چا، چې پر اور تېل اچولي او د اوروژونکو مخه يې نيولې، کړنې يې ډېرې بېمسئولانه او شرمناکې دي.

 د پروپاګند هغه امپراطوري چې د جګړې پر مهال شراب څښي او لمانځنه يې کوي، بايد د اوکراين د بحران تر ټولو زیات مسئوليت پر غاړه واخلي او بیه یې پرې کړي.