د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۲مه نېټه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د چين د بهرنيو چارو وزير په توګه يې په لومړي ځل دغه غونډه کې ګدون کړی او له دې څخه د چين او اسلامي نړۍ ترمنځ د نظر تبادلې او همکاريو د پياوړتيا صميمي هيله ښکاري او دوه اړخيزې اړيکې به یې نوي پړاو ته ورسيږي.