د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ
۲۴مه نېټه د نري رنځ یا توبرکلوز د وقايې نړيوالې ورځې سره برابره ده.
د روغتيا نړيوال سازمان په دې وروستيو کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د توبر کلوز د وقايې چارې بيا پيل کړي او د دې ناروغۍ د درملنې او مخنيوي لپاره زيات لګښتونه وکړي.
په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو له امله،
د نري رنځ د وقایې او مخنيوي هڅې ټکنې شوې دي.
روغتيا نړيوال سازمان وايي، له
۲۰۰۰م کال راهيسې، په ګرده نړۍ کې د توبر کلوز د وقايې چارو په رڼا کې ۶۶ ميليونه
کسان له يادې ناروغۍ ژغورل شوي دي، خو په ۲۰۲۰م کال کې، پر دغې ناورغۍ د اخته کسانو
د مړينې شمېر د کرونا د خپرېدو له امله زيات شوی و.
ياد سازمان په ختیځې اروپا،
افريقا او منځني ختيځ کې مسلسلې شخړې د نري رنځ د ناروغانو د مړیني د زياتوالي لوی
لامل بللی دی.
(خبرياله: شکريه)