د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې
عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۳مه نېټه د چين او کيوبا د
کمونېست ګوندونو ۴م نظري سيمينار ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.
نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې د چين
کمونېست ګوند او د کيوبا کمونېست ګوند د دواړو هيوادونو د سوسياليستي چارو مرکزي
لارښوونکی قوت دی. د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګريس راهيسې، چينايانو د
چين کمونېست ګوند په مشرۍ د اصلاحاتو او ورخلاصون او د عصري سوسياليستي ابادۍ په
برخو کې تاريخي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د کيوبا کمونېست ګوند په خپل اتم ملي
کانګريس کې د اوسني مهال او راتلونکې يوه موده کې د ياد ګوند او هېواد د پرمختګ،
ملي سمسورتيا، ډيموکراتيک پرمختګ او د سوسياليستي ټولنې د دوامدار پرمختګ په اړه
ستراتېژيکه نقشه ټاکلې ده.
دواړو ګوندونو په سيمينار کې د ګوندي ابادۍ د
پياوړتیا او په نوې زمانه کې د سوسياليستي ابادۍ د نوي پړاو په اړه د نظريو تبادلې
کړي او دا له خپلو واقعي حالاتو سره سم د دواړو هېوادونو د سوسياليستي ابادۍ د لارې
د موندلو لپاره مهم اهميت لري.
ياد سيمينار د چين د کمونېست ګوند د
مرکزې کميټې د بهرنيو چارو څانګې او د کيوبا د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو
چارو ادارې لخوا په ګډه جوړ شوی و او د مارچ په ۲۳مه او ۲۴مه انلاين تر سره
شوی.
(خبرياله: شکريه)